لندن 10 دسمبر (اے پي پي) پخواني وزير اعظم محمد نوازشريف وئيلي دي چې عمران خان دې په خپل دور حکومت كښې يوه هم داسې پروژه وښائي كومه چې هغه پيل كړې وي،زمونږ په دور كښې هېواد د پرمختګ پلو روان ؤ،د زوي څخه په تنخا نه اخستلو زمونږ حكومت كړې شوې ؤ ، په عمران خان د کرپشن الزامات نه بلکه کرپشن ثابت شوې دې۔د خالي په ورځ په لندن كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل برتانيه كښې د پي ايم ايل اين نه حکومت دې او نه د تحريك انصاف ، برتانيه آزاد جمهوري هېواد دې چرته چې د اولس حكمراني ده،هغه هېواد دا وائي چې زمونږ د هېواد ورځپاڼي بخښنه غوښتلي ده ، د چا د معصوميت او بے ګناهۍ دې څخه لوئ بل څه ثبوت كيدې شي ؟ ډيلي ميل بخښنې نه پس عمران خان، د هغه ګوند او شهزاد اکبر بايد شرم وكړي، دغه كسان د هېواد څخه بهر د خپل هېواد د بدنامۍ سبب ګرځيدلې دي۔پخواني وزيراعظم ووئيل جسټس شوکت صديقي او جج ارشد ملك څه وئيلي ،پخپله د ثاقب نثار آډيو ليکس شوې ،دغه ټول زمونږ د بې ګناهۍ ثبوت دې ، مريم نواز په حق كښې پريكړه هم د شواهد نشتوالي په سبب راغلې ، په عمران خان د کرپشن الزامات نه بلکه ثابت شوې کرپشن دې، بچي ،بچي په وبه د توشه خانې د غلا قصے دي۔
د (ن) ليګ په دور كښې هېواد د پرمختګ پلو روان ، په عمران خان د کرپشن الزامات نه ، کرپشن ثابت شوې دې ۔ پخوانې وزيراعظم محمد نواز شريف
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر