اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) پاکستان د اسرائیل قابضو چارواكو عهدیدارو په مشرۍ كښې ?? ګڼو انتها خوښو آباد کارو د اړخه په مسجد اقصیٰ د بريد غندنه كولو سره وئيلي دي بايد په غزہ كښې ??وانه نسل کشي ختمه او اسرائیل د دې جنګي جرمونو او انسانیت په ضد جرمونو ځواب وركونكے وګرځولے شي۔ د خارجه ??فتر ويان??ي ممتاز زهرہ بلوچ د جمعې په ورځ پرېس بریفنګ كښې ووئيل د غزہ اولس په ضد روان جنګ كښې ?? اسرائیل قابضو عسكرو 40 زره څخه زيات كسان وژلې دي چې پكښې ??ياتره ميرمنې او ماشومان شامل دي۔وياندي ووئيل د اسلام تر ټولو مقدس ځايونو كښې په بے حرمتۍ او د عبادت كوونكو په حقونو كښې ??نډان راولاړولو باندې د ټولې نړۍ د مسلمانانو جذبات ته زيان رسيدلے،دا حرکت د جنیوا کنونشنز او مقبوضه بیت المقدس تاریخي ښار په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتی کونسل قراردادونو ښكاره خلاف وزري ده۔وياندي ووئيل مونږ د مقبوضه بیت المقدس عرب او اسلامی کردار ب??لولو مقصد له د اسرائیل د قبضې كولو پالیسیو له امله د رامخې ته شوو خطرو په اړه د اسلامی مرستې تنظیم د اندېښنو څرګندونه كوو۔وياندي ووئيل پاکستان د نړيوالي ورورولۍ او په خاص توګه د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل څخه غوښتنه كوي چې مقبوضه بیت المقدس كښې ?? مقدسو ځايونو د تقدس خلاف ورزو مخنيوے وكړي او د الاقصیٰ اسلامي تقدس حفاظت له او فلسطینیانو له د عبادت آزادي باوري كولو له په سمدستي توګه كاروائي وكړي۔
پاکستان د اسرائیل قابضو چارواكو او انتها خوښو آباد کارو په مسجد اقصیٰ د بريد غندنه وكړه
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن