اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي)خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري د اروپائي ائتلاف ټولو غړو څخه غوښتنه كړی چې په مقبوضه كشمير كښې پرله پسې د بشري حقونو د خلاف ورزيو خبر واخلي او د بشري حقونو د عالمبردار په توګه اروپائي ائتلاف د بشري حقونو خلاف ورزيو غندنه وكړي او د جمو كشمير اولس بشري حقونه باوري كولو له خپل كردار ترسره كړي۔د شورو په ورځ د اروپائي ائتلاف سفيران مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو او د سخت كړكېچن صورتحال په اړه بريفنګ وركولو په مهال خارجه سېكتر د هندي امنيتي ځواكونو لخوا د بې ګناه وګړو د وژنې او د بنيادي بشري حقونو پھ خلاف ورزيو په اړه د پاكستان د اندېښنې نه خبر كړه۔اعزاز احمد چوهدري ووئيل د بشري حقونو خلاف ورزي كونكي د كومې معافۍ مستحق نه دي۔ده ووئيل په وژنو كښې د ككړو پھ ضد بايد سپيځلې پلټنې وكړی شي
مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس