اسلام آباد 27 نومبر (اے پي ??ي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سېكرټري دانيال چوهدري د پي ??ي آئي ډي چوك آپرېشن په مهال په لويه پیمانه د مرګونو ادعا رد كولو سره وئېلي دي په دې عملياتو كښې كوم ډول وسله ن هده كارولې شوې او حكومت امن راوستلو لپاره هر ممكنه هڅې كړې۔په خپل يو بيان كښې بيرسټر دانيال چوهدري په پي ??ي آئي تور لګولے چې هغوي د غېر ملكي شخصيات دورو ته زيان رسولو لپاره د اشتعال خپرولو هڅه كوي۔دانيال چوهدري سپيناوې وكړو چې كوم هم مظاهرين نه دي په نخښه كړې شوي ۔ده د پي ??ي آئي په لارښود??٬ب??ریٰ بي بي او د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی هم تنقيد وكړو چې هغوي د مظاهرو په مهال اولس يوازې پرېښودلے او د موقعې څخه تښتېدلې دي۔دانيال چوهدري ووئيل د عملياتو په مهال 900 جرائم پيشه كسان نيولې شوي چې پكښې 37 افغان وګړي شامل وو كومو چې وسله د ځان سره راوړې وه۔د?? ووئيل 52 پوليس اهلكار ژوبل شوي چې پكښې د ځينې حالت تشويشناك دے۔ده د حكومت لخوا د زغم او تحمل څرګندونه كولو ذكر كولو سر?? ووئېل ټول ذمه وار به قا??ون سره مخ كولې شي۔ده د پېنډۍ او اسلام آباد اولس مننه وكړه چې هغوي د تشدد مظاهرې رد كړې او د امن ملګرتيا يې وكړه۔
ډي چوك آپرېشن كښې وسله نه ده كارولې شوې۔بيرسټر دانيال چوهدري
Reliable online city entertainment website
مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena