اسلام آباد۔18مارچ (اے پی پی) سپریم کورټ د بلوچستان اسمبلی په حلقه پي بي 50 كښې يو وارې بيا د ټاكنو كولو امر كړے دے۔ د ګل په ورځ د چيف جسټس قاضي فائز عيسی په مشرۍ كښې درې كسيزه بنچ د خواست اورېدنه وكړه۔ عدالت په حلقه پی بی 50 قلعه عبداللہ كښې د بيا ټاكنو كولو امر د الېكشن كمېشن په شمول د دواړو فريقو په سلا وكړو۔ سپریم کورټ د الېکشن کمېشن يوازې په 6 پولنګ سټېشنونو د بيا ووټنګ كولو حكم كالعدم ګرځولو سره وئيلي چې الېکشن کمېشن دې د قانون لمخې په حقله كښې بيا پولنګ وكړي۔
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا