اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په ابوظهبي كښې د شېخ خليفه بن زايد النهيان په مړينه غمرازي ښكاره كړی۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير د متحده عرب امارات نوې ټاكلي صدر شېخ محمد بن زايد النهيان٬النهيان كورنۍ٬ يو اے اي مشرتابه او اولس سره د شېخ خليفه بن زايد په مړينه د غمرازۍ څرګندونه كړې۔خارجه وزير د شاهي كورنۍ نورو كسانو سره هم د غمرازۍ څرګندونه وكړه او د متحده عرب امارات قيادت او اولس لپاره ئې د زيان برداشت كولو همت او استقامت دعا وكړه۔خارجه وزير د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو كښې د شېخ خليفه د قدر وړ خذمات ستائېلو سره په دې د افسوس څرګندونه وكړه چې د هغه په مرګ پاكستان د يو مخلص ملګري څخه محروم شو۔شېخ خليفه ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره خارجه وزير ووئيل د قام او هېواد لپاره د هغه خذمات به تل ياد ساتلے شي۔خارجه وزير شېخ محمد بن زيد النهيان لپاره د متحده عرب امارات نوې صدر په توګه د ذمه واريو په سنبهالولو د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔
خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په ابوظهبي كښې د شېخ خليفه بن زايد النهيان په مړينه غمرازۍ ښكاره كړه
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ