اس??ام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی ويلي چې د شنګھائی مرستې تنظیم مشرانو غونډه په پاکستان كښې كېدل د حکومت د کا??یابې خارجه پالیسۍ عکاسي ده، د ټول اس??ام آباد او په خاص توګه د وی وی آئی پی روټ او ری?? زون ښكلا او صفايۍ ته دې خصوصي پام وګرځولے شي۔ ده د نهې په ورځ د شنګھائی مرستې تنظیم غونډې سېکورټی انتظاماتو سره اړوندې غونډې ته وېنا كوله۔ د اس??ام آباد آئی جی علی ناصر رضوی، د سي ډي اے چیئرمېن محمد علی رندھاوا او د اس??ام آباد ډپټی کمشنر عرفان نواز میمن پشمول د نورو ادارو اړوند چارواكي په دې موقع موجود وو۔ په غونډه كښې د شنګھائی مرستي تنظیم د مشرانو غونډي تېاريانو او انتظاماتو جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې د اس??ام آباد د ښكلا او نورو منصوبو د پیش رفت جاج هم واخستلے شو۔د كورنيو چارو وزیر نقوی د ری?? زون او په خاص توګه د وی وی آئی پی روټس بیوټی فیکشن باوري كولو سپارښتنه كولو سره ووئيل په مهمو سترو لارو دې ښه لېنډسکېپنګ وكړے شي۔ په ټول ښار كښې دې ښكلې او فېنسی لائټس ولګولې شي۔د كورنيو چارو وزير د جناح کنونشن سن??ر د ښكلې كولو فنشنګ کار زر تر زره بشپړولو ټاسك وركولو سره ووئيل د ښكلا او تعمیراتی کارونو زر تر زره بشپړولو لپاره دې ټول ضروری هدایات وكړې شي ۔په غونډه كښې د اېس سی او مشرانو غونډې سره د اړوندو امنيتي انتظاماتو جاج هم واخستې شو۔
د شنګھائی مرستې تنظیم مشرانو غونډه په پاکستان كښې كيدل د حکومت د کامیابې خارجه پالیسۍ عکاسي ده: محسن نقوی
Lucky Pig official entertainment platform
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا