اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د وزیر اعظم د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان کائرہ وئيلي دي مونږ هند سره د ښه ګاونډي په توګه همكاري كول غواړؤ خو د كشمير مسئلي حل كولو نه غير پياوړتيا امكان نه لري۔ بلاول بھټو شنګھائی مرستي تنظیم كښې ګډون لپاره د اېس سي او په بلنه ګوا ته تلے دے۔د جمعي په ورځ فیصل کریم کنډی او نورو سره خبري کنفرنس ته وينا كښې قمر زمان کائرہ ووئيل د پاکستان پیپلز ګوند مخالفین په پی پی بريد كښې خپلو افعالو ته پام نه كوي۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداری د ټولو ګوندونو سره مشاورت نه پس د اېس سی او په غونډه كښې ګډون لپاره ګوا ته د تللو پريكړه كړې ده،دا د چين پلیټ فارم دے او د اېس سی په بلنه خارجه وزير په دې غونډه كښې ګډون لپاره هند ته تلے دې۔ اېس سی او كښې مهم هېوادونه شامل دي ۔په داسې موقعو په سائیډ لائن ملاقاتونه كېږي۔د روس خارجه وزير سره ملاقات شوې۔ روس پاکستان ته حاجت لري دا اړيكي هم د پی پی په دور كښې جوړې شوې ؤ۔ بلاول بھټو د هند په بلنه يا په خپله توګه نه بلكه د اېس سی او په غونډه كښې د اېس سي او په بلنه تلے دے۔ د بلاول بھټو دې دورې په اړه په هند كښې انتها خوښي تنظیم آر ایس ایس د اړخه مظاهرې شوي، پوسټرې لګولې شوي خو بلاول كښې د ذوالفقار علی بھټو او بی بی وينه ده هغه يرېدلو والا نه دے۔هغه په دې کنفرنس كښې د ګډون كولو پرېكړه كړې ده۔ ده ووئيل په دې دوره په پاکستان كښې ټكونه کونكي دا نه ګوري، بلکه د دورې په اړه ټكونه شوي چې خارجه وزير د مودی خوشحالولو لپاره تلے دې۔بلاول د 5 اګست 2019 اقدام نه پس مودی ته د ګجرات قصائی وئيلي۔ بلاول په هر فورم د پاکستان بشپړه نمائندګی کړې ده۔ قمرزمان کائرہ ووئيل د چین خارجه وزير د پاکستان دورہ کونكے دے دغسې بل پلو تحریك انصاف د عدليي په حق كښې په ټول هېواد كښې د احتجاج اعلان کړې دې۔
مونږ هند سره د ښه ګاونډي په حيث همكاري كول غواړؤ خو د كشمير مسئلي حل كولو نه غير پياوړتيا امكان نه لري٬ قمر زمان کائرہ
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز