اسلام آباد 28 فروری(اے پی پی)د وزيراعظم محمد شهباز شريف په هدايت نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اېن ډي اېم اے)د تركيې او سوريې زلزله ځپليو لپاره د يو زر ټنه سامان د مرستې بل كهيپ روان كړے ۔د مرستې سامان د نهې په ورځ د كراچۍ څخه د پاك نيوي بحري جهاز نصر د لارې لېږلے شوے ۔د سمندري چارو وفاقي وزير فيصل سبزواري٬د تركيې قونصل جنرل جمال سانګو او د پاكستان فليټ ريئر اېډمرل كمانډر فيصل عباسي د مرستې سامان روان كړے۔د اېن ډي اېم اے وياند له مخې د مرستې په كهيپ كښې د تركيې زلزله ځپليو لپاره د يخښنۍ موسم خيمې او كمبلې شاملې دي۔دغسې د سوريې ځپليو لپاره د مرستې په سامان كښې جنريټر٬خشك راشن٬داروګان او جامې شاملې دي۔يو زر ټنه د مرستې سامان وړونكے بحري جهاز 14 ورځو كښې به خپل منزل ته رسي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری