اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې سياسي صورتحال به په 72 ساعتونو كښې واضح شي، اولس له د ضمير فروش اولسي نمائندګانو بائيكاټ كول پكار دے، د اپوزيشن په جلسه كښې به خلق د جے يو آئي وي او اداكار به د نون ليګ راځي، په روانه مياشت كښې به د عدم اعتماد پرېكړه وشي او په 72 ساعتونو كښې به هر څه واضح شي٬ وزيراعظم عمران خان د آزادې خارجه پاليسۍ بنياد اېښې دې، مونږ وزيراعظم عمران خان سره د غره غوندې لاړ يو، تېره ورځ وزيراعظم د جلسې د لارې په اولس كښې د خپل مقبوليت ثبوت وركړے۔ دا خبرې وفاقي وزير د ګل په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې جميعت علماء اسلام (ف) سره د نننۍ جلسې او دهرنې اجازه نشته٬ د دوي اېن او سي ختمه شوې ده٬ مسلم ليګ نون ته د نننۍ جلسې اجازه وركړې شوې ده۔(gul/amr/1658)
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ