ماسكو 01 دسمبر(اے پی پی) د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف د خپل روسيې هم څنګ نيكولائي اپټروشيف سره د پلاوي په كچه خبرې اترې كړي۔ډلو د پاك روس اړيكو او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو تفصيلي بحث كړے۔د ملاقات په مهال د معيشت٬توان٬دفاع٬ترهه ګرۍ مخ نيوي٬ د نشه اي توكو مخ نيوي٬انفارمېشن او سائبر سېكورټي پشمول د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ډلو د افغانستان په صورتحال هم په بشپړه توګه د خبرې اترې وكړې او په افغانستان كښې د تل پاتې امن لپاره د هر ممكن ملاتړ عزم ئې وكړو۔دوي په افغانستان كښې د انساني الميې په صورتحال د تشويش څرګندونه وكړه۔دوي په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې صورتحال د لا خرابېدو څخه ساتلو لپاره د عملي اقداماتو ضرورت دے۔ دغس ېډلو په شريكو اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه او د دوه اړخيزه اهميت په چارو رابطې دوامداره ساتلو ته صلاح شول
د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف د خپل روسيې هم څنګ نيكولائي اپټروشيف سره د پلاوي په كچه خبرې وكړې
مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔