بیجنګ۔16فروری(اے پی پی)په بېجينګ ونټر اولمپكس ګېمز كښې د ګډون کوونکې پاکستانۍ لوبډلې هېډ كوچ محمد مرزا او سكواډ د چينايانو د مينې ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د ګېمز د پرانستې دستوره كښې د پاكستانۍ لوبډلې تود هركلې د دې خبرې ثبوت دې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې ډېرې ژورې دي۔ پاكستاني هېډ كوچ ووئيل پاكستان او چين ښه ملګري او ګاونډي هېوادونه دي ٬ مونږ له چې چينائي اولس كومه مينه راكړې ده د هغې چې څومره هم ستائنه وكړې شي كمه ده۔ پاكستاني كوچ ووئيل په چين كښې چې مونږ ته كومه تجربه ترلاسه شوې ده هغې څخه به پاكستان كښې استفاده كولې شي او دې سره به د لوبغاړو صلاحيتونه لا رامخې ته كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ هغه ووئيل دلته مونږ پروفېشنلز څخه ډېر څه زده كړې دي او مونږ به پاكستان كښې خپل اېتھليټس سره خپله تجربه شريكه كړؤ۔ هغه ووئيل د ګلګت بلتستان نلتر كلي سره تعلق لرونكې پاكستانې لوبغاړې محمد كريم بيجنګ ونټر اولمپكس كښې ګډون كوؤنكې يوازينې پاكستانې سكائير دې ٬ هغه دې نه وړاندې په دوه ونټر اولمپكس كښې ګډون كړې دې
د چين خلكو مونږ ته زياته مينه راكړې ده٬ د پاكستانۍ ډلې هېډ كوچ محمد قمر مرزا
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار