لاهور۔15جنوری(اے پی پی) د وزیر اعظم د مذهبي همغږۍ خصوصي مرستيال حافظ محمود طاهر محمود اشرفي وئيلي دي مونږ د تېرو څو لسيزو نه د جنګ په حالت كښې پاتې شوې يؤ٬ اوس نوې امنيتي پالېسي راغلې ده كومه چې په داخلي امن او معاشي بحالۍ اډانه لري او دا زياته خوشبينه ده۔ هغه ددې خيالاتو څرګندونه مسيحي مذهبي لارښود ريورنډ ډاكټر مجيد اېبل سره د ملاقات نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل د مسيحي ورورولۍ په بلنه چرچ ته په راتللو ماته ډېره خوشحالي شوې ده٬ د يو مسلمان په حېث په حضرت عيسی علېه السلام ايمان لرل زما شرعي ذمه واري ده٬ په ګاونډي هېواد هند كښې اقليتونو سره چې كوم ناروا سلوك روان دې هغه د غندنې وړ دې۔ د دې په مقابله كښې په پاكستان كښې چې په سماجي كچه كومه همغږي او امن دې هغه د ستائنې وړ دې٬ نن مونږ د يو بل د عبادت ځايونو ته ځو او يو بل سره ناسته كوؤ او ټولې اړوندې مسئلې حل كوؤ۔ هغه ووئيل د پاكستان په جوړولو كښې د اقليتونو مهم كردې دې كوم چې د هېرولو نه دې۔ هغه ووئيل نن زه چرته ته راغلې يمه او د عبادت په وخت دلته لمونځ كومه او دغسې د اقليتونو نمائندګان جوماتونو او د نورو مذهبونو عبادت خانو ته آزادۍ سره ځي۔ دا په يقيني توګه د همغږۍ يو بهترين مثال دے۔ د لاهور هائي كورټ تېرو ورځو كښې د عدت او نكاح حوالې سره د راغلې پرېكړې په اړه هغه ووئيل په دې پرېكړه كښې سقم دې كوم به چې لرې كول وي۔ عدليې ته خواست دې چې هغه دې پرېكړې ته بيا كتنه وكړي۔ هغه ووئيل په داسې معاملو دې د دارالافتا، اسلامی نظریاتی کونسل او متحدہ علما بورډ نه رايې واخستې شي۔ د دستورې پېل د قرآن پاك او د بائبل تلاوت نه وكړې شو۔ ریورنډ ډاکټر مجید د وزيراعظم د استازي هركلي كولو سره هغه ته ګلدسته وړاندې كړه۔
نوې ملي امنيتي پالېسي زياته خوشبينه ده ٬ هند كښې اقليتونو سره ناروا سلوك د غندنې وړ دې ٬ د مذهبي همغږۍ خصوصي مرستيال حافظ محمد طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش