اسلام آباد01 جولائي (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي سره د روسيې پلاوي د ده په دفتر كښې ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د رېلوے وزير په مشرۍ كښې مهمه غونډه هم وشوه چې پكښې د روسيې پلاوي ګډون وكړو۔د رېلوے وفاقي وزير پلاوې د پاكستان رېلوے صلاحيت څخه خبر كړو۔ده ووئيل د پاكستان په رېلوے كښې د سرمايه كارۍ ښې موقعې شته ۔ده پلاوي ته ووئيل موجوده حكومت د رېلوے پرمختګ لپاره ډېر كارونه كړي٬دا مهمه څانګه ده ځكه چې يو مضبوط معيشت د يو ښه نقل و حمل په نظام اډاڼه لري۔د رېلوے وفاقي وزير د رېلوے نېټ ورك د پراختيا او د رېلوے د بېلو آسانيو په اړه پلاوې خبر كړو۔ده ووئيل د جديد آلاتو لګولو او د جديدې ټېكنالوجۍ كارولو سره به د رېلوے كاركردګي نوره هم ښه شي۔دغسې د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي په پلك پرائيوېټ پارټنرشپ د رېلوے په فعاله كولو زور راوړو ۔وفاقي وزير د روسيې پلاوي ته ووئيل د پاكستان په رېلوے كښې د سرمايه كارۍ ښې موقعې موجود دي۔ده په دې لړ كښې د روسيې كمپنو ته هم بلنه وركړه۔د ملاقات په مهال د رېلوے سېكرټري حبيب الرحمان ګېلاني٬د پلاننګ ډي جي٬د ټېكنيكل ډي جي او نور اعلٰی افسران موجود وو۔په دې موقع د مفاهمت په يادښتونو هم لاس ليك وكړے شو
د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي سره د روس پلاوي ملاقات
مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج