اسلام آباد 05 دسمبر (اے پی پی)د نيوټېك مشر ذوالفقاراحمد چيمه وئېلي دي چې د سكل ډوېلپمنټ څانګه د هېواد تقدير بدلولې شي٬زلمو ته فني تربيه وركولو سره د بې روزګارۍ او غربت لامينځه وړل ممكن دي۔نيوټېك ته د بهر هېوادونو څخه د زرګونو په شمېر د تربيه يافته افرادي قوت ډيمانډ ترلاسه كېږي٬د نيوټېك د سيوري لاندې د فرائم منسټر ??وت سكل ډوېلپمنټ اولني پړاؤ په پاې د ګل په ورځ پھ نېشنل انسټي ټيوټ آف سائنس اينډ ټېكنيكل ايجوكېشن كښې د صوبائي هنرمندۍ مقابلې وشوې۔په كومو كښې چې په لويې شمېر كښې صنعت كارو٬تعليمي ادارو مشرانو٬خبريالانو او زلمو ګډون وكړو۔د نيوټېك مشر ذوالفقار احمد چيمه د انعامونو وېش دستورې ته خطاب كښې ووئيل كه مونږ خپله قيمتي سرمايه هنرمند جوړولو كښې كامياب شو نو عرب هېوادونه او مينځني ختيز به مونږ ته حسرت سره ګوري۔ده ووئيل مونږ به راروان كال څخه 100 ز??ه ځوانان هنرمند جوړ كړو۔ده ووئيل نيوټېك ته د بهر هېوادونو څخه هره ورځ د زرګونو په شمېر ډيمانډ راځي او زمونږ هنرمند ځوانان په تندۍ سره ملازمتونه ترلاسه كوي۔ په دې مهال د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان اېم ډي مسعود ملك ووئيل د پاكستان هنرمند ځوانان د چا نه كم نه دي او دوي ته روزګار وركولو سره به هېواد ترهه ګرۍ٬ناامنۍ او لاقانو??يت څخه خلاصې ومومي۔پھ دې لړ كښې د نيوټېك كردار د ستائېلو دے
د پاكستان هنرمند زلمي د چا نه كم نه دي٬دوي ته روزګار وركولو سره هېواد د ترهه ګرۍ٬ناامنۍ او لاقانونيت څخه خلاصې موندلې شي
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن