اسلام آباد 03 اپرېل (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او فرانس ت??مينځه د تجارت او سرمايه كارۍ پشمول بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو په ضرورت زور راوړولو سره فرانس??سي كمپنو ته په باكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه ۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخ?? د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښې د فرانس سفير نكولس ګيلے سره په خبرو كښې كړې چا چې د وزيراعظم سره ملاقات كولو ۔په دې موقع خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار او د وزيراعظم خاص خاص مرستيال طارق فاطمي هم موجود وو۔فرانس??سي سفير د فرانس وزيراعظم جبريل اټل لخوا يوه چيټۍ هم وزيراعظم له وركړه ۔وزيراعظم په پېغام د فرانس??سي مشرتابه مننه وكړه۔ده ووئيل پاكستان د فرانس سره د ملګرتيا اړيكې لري٬اګر چې څو كاله وړاندې دا اړيكې د سخت دور څخه ت??رېدې خو اوس دواړه هېوادونه دوه اړخيزه مرسته لا قوي كولو لپاره په ګډه كار كوي۔وزيراعظم د فرانس صدر ايمانوئل ميكرون سره د خپلو ګڼو ملاقاتونو ذكر وكړو چې پكښې په كال 2022 كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې٬ جون 2023 كښې د موسمياتي بدلون په اړه د نوې مالياتي لوظ نامې په اړه پيرس كنفرنس كښې شوي ملاقاتونه شامل وو۔ده جنوري 2023 كښې ريزيلئنټ لپاره په جنيوا كانفرنس پاكستان كښې ورچوئل ګډون د لارې د صدر ميكرون د قدر وړ ګډون هم وستائېلو ۔وزيراعظم صدر ميكرون ته زر تر زره د پاكستان سركاري دورې بلنې وركولو هم پخلے و كړو ۔ده د دواړو ډلو لخوا د شريكې مرستې په خاص توګه تجارت او سرمايه كارۍ كښې مرسته زياتولو په ضرورت زور راوړو او فرانس??سي كمپنو ته ئې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه ۔ده د فرانس لخوا د اعلٰی فرانس??سي كمپنو كارپورېټ مشرانو زر د پاكستان دورې كولو د اقدام هركلے وكړو۔وزيراعظم دا هم ووئيل د معيشت استحكام د حكومت په ايجنډا سرفهرست دے۔په ملاقات كښې د غزه او افغانستان په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وزيراعظم په منطقه كښې د فرانس امن هڅې وستائېلې۔دغسې فرانس??سي سفير د وزيراعظم په هركلي كولو مننه وكړه او هغه يې په دوه اړخيزه معاملات د شوي تازه پېشرفت نه خبر كړو۔ده ووئيل په دوه اړخيزه مرسته خبرو اترو لپاره د فرانس??سي پلاوي د پاكستان راتګ متوقع دے۔ده ووئيل دوه اړخيزه روابط قوي كولو سره سره فرانس د ملګرو ملتونو پشمول په ګڼ اړخيزه فورمز پاكستان سره په ګډه د كار كولو خوښي لري
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره پاكستان كښې د فرانس سفير ملاقات
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل