اسلام آباد 26مئی(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان وئېلي دي چې ممنوعه سيمو ته په تلونكو٬لېږونكو او په تللو كښې د مرستې په كونكو د ملټري اېكټ اطلاق كېږي٬ په پنجاب او كے پي كے كښې په 6 مقدمو كښې 33 كسان ټرائل لپاره پوځي چارواكو ته سپارلې شوي٬د آفيشل سيكرټ ايكټ او ملټري ايكټ اطلاق په هغه ځاې كېږي كوم چې په دفاعي توګه مهم وي٬ دغسې جناح هاؤس د كور كمانډر كور او كيمپ آفس ٬ دغلته ډېر څه حساس څيزونه موجود وو٬كه د جناح هاؤس څخه پورته كړې شوي څيزونه د كوم ګاونډي هېواد څخه استعمال شي نو آيا هغه به سياسي احتجاج وي٬په كېنټونمنټس سيمواو دفاعي تنصيباتو د بريد كونكو ټرائل به د آرمي ايكټ ترمخه كېږي٬سركاري املاك ته د زيان رسوؤنكو او اړي ګړي رامخې ته كوؤنكو كېسونه به به سول او خصوصي عدالتونو كښې چلولې شي٬د پنجاب او كے پي كے 33 كسان پوځي چارواكو ته سپارلې شوي٬ 499 كښې 6 اېف آئي آر دي كوم چې پراسس كېږي٬يوازې د 6 اېف آئي آر ټرائل په ممكنه توګه ملټري كورټ كښې كېدې شي۔ده د جمعې په ورځ خبري كنفرنس ته وينا كوله۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د كركې سياست د يو ناسور پشان په ټولنه كښې شاملولې كېږي دغسې د يو پروګرام ترمخه د پاكستان سياست خرابولو هڅه كېږي۔د يو پروګرام ترمخه پايه تخت سيز كول وو۔ ده ووئيل عمران خان د يو كال راهيسې پرله پسې د كركې سياست كولو٬هغه د كركې په سياست كښې په 25 مئي په اسلام آباد بريد كولو٬د يو پروګرام ترمخه يې وګړو له د پېټرول بمونو تربيه وركړې وه٬عمران خان د يوې فتنې نامه ده٬كه قام د دې فتنې شناخت ونه كړو نو قام به يو لويې خطر سره مخ شي۔