عمران خان هېواد او اولس څخه د معافي غوښتلو په ځاے د 9 مئي د پېښو دفاع كوي٬ د سېنېټر شېري رحمان ټويټ


اسلام آباد۔19مئی (اے پی پی)د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان وئيلي دي عمران خان چې په هېواد کښې د تفرقې او كركې كوم بنياد اېښودلے دے دا به په هېواد تر ډېرې مودې اثرات لري٬ هغه اوس هم هېواد او اولس څخه د معافي غوښتلو په ځاے د 9 مئي د پېښو دفاع كوي۔ د جمعې په ورځ په خپل ټويټ كښې دې ووئيل عمران خان د ګوند دننه د غږ راپورته كېدو څخه وروستو هم د 9 مئي پېښو په څرګندو ټكو غندنه نه ده كړې، هر چا ته معلومه ده چې څوک يې غندنه كوي او څوك يۍ بريا ګڼي۔ شيري رحمان ووئيل په ټول هېواد کښې يواځې يو كس دے چې هغه يۍ غندنه نه كوي۔ اوس وائي پاك پوځ د تحريك انصاف په ضد د اودرولو په سازش هېواد ټوټې كولې شي۔ كه ده د 9 مئي په پېښو كوم شرم محسوسولے نو دا خبره به يۍ نه كوله۔ دې ووئيل كه د پي ټي آئي او ادارو ترمينځه څوك سازش كوي نو هغه عمران خان پخپله دے ٬ د هغه سياست د اړي ګړي سياست دے

متعلقہ مضامین