د صدر مملکت په نوټس اخستو د سول ايوي اېشن اتھارټي معذور وګړو څخه د وهيل چيئر پېسې وصولولو په معامله ايئر لائنز ته خبردارې


اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي) د صدر مملکت ډاکټر عارف علوي په نوټس اخستو سول ايوي اېشن اتھارټي معذور وګړو څخه د وهيل چيئر پېسې وصولولو په معامله ايئر لائنز ته خبردارې جاري كړے دے۔ سول ايوي ايشن اتھارټۍ وئيلي دي چې كوم هم ايئر لائنز معذوره يا ضعيف مسافرو څخه د وهيل چيئر د آسانۍ پېسې نشي وصولې۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت په سوشل ميډيا د ايئر لائنز لخوا خاص كسانو څخه د وهيل چيئر پېسې د وصولولو خبر نوټس اخستې ٶ۔ ايوان صدر خپل خط كښې اتهارټۍ ته وئيلې وو چې د وهيل چيئر پېسې معاف كولو دې باوري كړې شي او ايئر لائنز ته دې خرڅونو پورته كولو ووئيلې شي۔

متعلقہ مضامین