د وزيراعظم په بلنه د حكومت اتحادي ګوندونو او د پي ډي اېم مشرانو مهمه غونډه به د نهې په ورځ كېږي۔مريم اورنګزېب


اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د وزيراعظم په بلنه د حكومت اتحادي ګوندونو او د پي ډي اېم مشرانو مهمه غونډه به(نن) د نهې په ورځ كېږي۔د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل وزيراعظم د حكومت اتحادي ګوندونو او د پي ډي اېم مشرانو ته په لاهور كښې په خپله استوګنه بلنه وركړې ده ۔په 96 اېچ ماډل ټاؤن غونډه كښې به د حكومت اتحادي ګوندونه او د پي ډي اېم مشران د مجموعي صورتحال جاج اخلي۔دې ووئيل د حكومت اتحادي ګوندونه او د پي ډي اېم مشران به په غونډه كښې په مهمو چارو مشاورت كوي

متعلقہ مضامین