اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د نهې په ورځ د متحده عرب امارات سفارتخانې ته لاړو او دغلته يۍ د شېخ خليفه بن زيد النهيان په مړينه سفير حماد عبيدابراهيم سالم الزابي سره غمرازي ښكاره كړه۔ سپيكر ووئيل چې د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو كښې د شېخ خليفه بن زيد النهيان د قدر وړ خذمات د ستائنې وړ دي۔ د شېخ خليفه بن زيد النهيان د مرګ سره پاكستان د يو مخلص دوست او د اسلامي نړۍ يو عظيم لارښود څخه محروم شوې۔سپيكر ووئيل چې د ارواښاد شېخ خليفه د هېواد او قام لپاره خذمات به په تاريخ كښې تل ياد ساتلې شي۔د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه په لسيزو خپرې دوه اړخيزه نزدې سياسي او سماجي اړيكې موجود دي۔ متحده عرب امارات كښې مېشته پاكستاني او پاكستان كښې اوسېدونكې اولس متحده عرب امارات خپل دوهم كور ګڼي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د متحده عرب امارات نوې صدر شېخ محمد بن زيد النهيان لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ اماراتي سفير ووئيل چې پاكستان عرب امارات سره د ژور اړيكو يو مذهب٬ تاريخ او د كلتور په تلپاتې خپلولو تړون لري۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر په سفارتخانه كښې اېښودلې شوي تعزيتي كتاب كښې خپل تاثرات هم قلم بند كړل
د سپيكر راجه پروېز اشرف د شېخ خليفه بن زيد النهيان په مړينه سفير حماد عبيد ابراهيم سالم الزابي سره غمرازي
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II