اسلام آباد۔6مئی(اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير او د پاك سعودي همكارۍ فوكل پرسن ډاكټر مصدق ملك سعودي سرمايه كارو ته په پاكستان كښې په بېلو څا??ګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه د ګټې پورته كو??و بلنه وركولو سره وئيلي دي مونږ سعودي عربستان سره په بېلو څا??ګو كښې اړېكو ٬ تجارتي ٬ اقتصادي او د سرمايه كارۍ تړون ته وده وركولو كښې خوښي لرؤ٬ دوه اړخيزه اړيكې لا ګټورې جوړولو له به ګامونه پورته كو?? وي٬ د سرمايه كارۍ په لاره كښې به كو?? خنډ حائل كېدو ته پرېښودلے نه شي٬ د دواړو هېوادونو نجي څا??ګې دې په ګډه مخ په وړاندې لاړې شي ??و د معاشي پرمختګ په سفر كښې دې زمونږ مرسته وكړي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه په اسلام آ??اد كښې د ګل په ورځ د پاكستان سعودي عرب سرمايه كاري فورم 2024 پرانستې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ډاكټر مصدق ملك ووئيل سعودي عربستان په دې اوسنيو كلونو كښې تندۍ سره پرمختګ كړے دے ، پاكستان سره د هنرمند افرادي قوت هېڅ كمې نشته۔ د پاكستان هنرمند وګړي د سعودي عربستان په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كو??۔ ده ووئيل پاكستان د قدرتي وسائلو او معدنياتو او سعودي عربستان د تېلو پراخا پنګې لري۔ پاكستان سعودي عربستان خپل مشر ورور ګڼي۔ مونږ سعودي عربستان سره په بېلو څا??ګو كښې تړون ته وده وركول غواړؤ۔ ده ووئيل پاكستان كښې په بېلو څا??ګو كښی د سرمايه كارۍ پراخا موقعې موجود دي٬ د ګوادر بندر ځايې په سباؤن كښې ګردې نړۍ لپاره د تجارتي راهدارۍ مركز جوړېدونكے دے۔ پاكستان د سېلګرۍ هم بلها موقعې لري۔ حكومت سېلګرو ته د آسانيو وركولو هڅه كو??۔ ده ووئيل په هېواد كښې د خصوصي سرمايه كاري سهولت كو??سل لاند?? سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو داسې فورم موجود دے چې ورسره د سرې فيتې ركاوټونه اوس ختم شوي دي٬ سرمايه كارو ته هر ډول آسانۍ وركولې شي۔ ډاكټر مصدق ملك ووئيل مونږ سپېځلتيا ته وده وركوؤ٬ هر وګړي ته به د وړاندې تللو موقعې وركولې شي۔ ده ووئيل سعودي عربستان سره زمونږ د ورورولۍ رشته ده او مونږ غواړؤ چې د دواړو هېوادونو اړيكې په بېلو څا??ګو كښې لا مضبوطې شي
سعودي عربستان سره په بيلو څانګو كښې تجارتي ٬ اقتصادي اړيكو او د سرمايه كارۍ رابطو ته وده وركولو كښې خوښي لرؤ٬ د سرمايه كارۍ په لاره كښې به كوم خنډ حائل كيدو ته پرېښودلے نه شي٬ د پټروليم وفاقي وزير پاك سعودي عرب سرمايه كاري فورم ته خطاب
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina