اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي د تل پاتي امن لپاره نړيوال اتحاد٬ رواداري او خبرې ضروري دي٬ امن د انسانيت پرمختګ او خېرښګړې لپاره ضروري دے او د شخړو په سو??ه ايز ډول هوارې د وخت مهمه تقاضا ده۔ د امن نړيوالې ورځ په موقع خل پېغام ك??ې سپيکر ووئيل امن لپاره د سفارت كارۍ كردار كليدي دے۔ ده ووئيل قامونو او مشرانو له په شخړو خبرو اترو كولو او افهام و تفهيم ته پام لرنه پكار ده٬ د تشدد د لارې امن نشي ترلاسه كېدے٬ دا د شريك احترام٬ مرستې او د انصاف عزم د لارې برقرار ساتلے كېدې شي۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور رواړو چې ھغوي بشري حقونه برقرار ساتلو او مساوات ته وده وركړي ځكه چې دا اصول سو??ه ايزې نړۍ جوړولو لپاره كليدي حېثيت لري۔ ده ووئيل امن د جنګ نه مهم دے او دا د همغږۍ٬ انصاف او د تنوع احترام سره ممكن دے۔ ده زياته كړه چې يو??زې ج دې اقدارو په خپلولو مونږ د يوې داسۍ نړۍ جوړولو اميد لرلې شوو چرته چې راتلونكې نسلونه امن او سلامتيا سره پرمختګ كولې شي۔ ده په نړيوالې ورورولۍ زور رواړو چې ھغوي په هره كچه د امن په هلو ځلو كښې برخه واخلي٬ دا منو چې د امن ذمه واري د هر كس ده۔ په دې موقع سپيكر د يو سو??ه ايز او سو??اله سباون اميد ظاهر كړو چرته چې د روادارۍ او اتحاد اصول يو روشانه سباون پلو لارښودنه كوي۔
تل پاتې امن لپاره نړيوال اتحاد٬ رواداري او خبرې ضروري دي٬ امن د انسانيت پرمختګ او خېرښګړې لپاره ضروري دے، د سپيکر سردار اياز صادق د امن نړيوالې ورځ په موقع پېغام
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا