اسلام آباد۔6جنوری(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي واپډا ته د خصوصي وګړي وېلفېئر ګ??ان?? بحالولو امر كولو سره وئيلي دي چې واپډا دې د ریټائرډ ملازم معذور ماشوم ته د وېلفېر ګ??ان?? بندېدو نېټې څخه په فوري توګه ادائيګي وكړي۔ د ایوان صدر میډیا ونګ لخوا د خالي په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې صدر ډاکټر عارف علوی ووئيل چې واپډا اهلکارو په غېر منصفانه توګه معذور ماشوم ته وركړې كېدونكې مياشتنيز ګ??ان?? بند كړے دے د دې بايد پلټنې وكړې شي او د ككړو په ضد تا??يبي كارروائي وكړې شي۔ صدر مملکت د وفاقی محتسب د پرېكړې په ضد د سید نور علی زیدی (شکایت كوؤنكي) اپیل منظورولو سره ووئيل ككړو اهلكارو د ريټائرډ ملازم كورنۍ لپاره نه بلكې واپډا لپاره هم د شرم وړ صورتحال رامخې ته كړې دې۔ ده ووئيل ميډيكل بورډ پرېكړه كړې وه چې معذوري لرونكې وګړے ټول عمري لپاره د ملازمت كولو جوګه نه دے٬ واپډا د ده تربيې لپاره بايد د بشري حقونو وزارت سره رابطه وكړي٬ دغه وزارت خصوصی وګړو ته 50 څخه د زياتو هنرونو ښودلو او د دوئي او د آج??ان?? ترمينځه د تړون پېدا كولو پروګرام لري۔ دا خبره دې ښكاره وي چې شکایت كوؤنكي وفاقی محتسب ته خواست كړے وو چې د هغه معذور ځوي ته تر 21 كالو عمر باقاعدګۍ سره ګ??ان?? وركولے شو ٬ وروستو واپډا د هغه نوم ريكارډ څخه وويستلو۔ وفاقي محتسب د واپډا په حق كښې پرېكړه كولو سره ووئيل چې معذور وګړے د وېړيا طبي آسانيو او ګ??ان?? حق نه لري۔ دې څخه وروستو شكايت كوؤنكي د محتسب د پرېكړې په ضد صدر ته اپيل وكړو۔ دا خبره دې ياده وي چې شكايت كوؤنكې واپډا میډیکل بورډ په كال 1996 كښې پېدائشي ګونګ او كونړ ګرځولے وو۔ ډاکټر عارف علوی ووئيل چې د فلاحي ګ??ان?? بندولو پرېكړه چا او ولې وكړه ددې بايد پلټنې وكړې شي۔ ده د حقائقو په رڼا كښې د وفاقي محتسب پرېكړه مسترد كولو سره امر وكړو چې واپډا دې د ریټائرډ ملازم معذوري لرونكي ماشوم ته د وېلفېر ګ??ان?? بندېدو نېټې څخه په فوري توګه ادائيګي وكړي او د ككړو اهلكارو په ضد دې تا??يبي كارروائي كولو سره په 30 ورځو كښې محتسب ته رپورټ وړاندې كړي۔
د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي واپډا ته د خصوصي وګړي ويلفيئر ګرانټ بحالولو امر
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena