پينډۍ 30 مئي (اے پي پي) فارمېشن کمانډرز کنفرنس د افغانستان له پولې پورې غاړه څخه د پرله پسې خلاف ورزیو او د افغان خاوري كارولو سره د ترهه ګرۍ په منصوبه بندۍ د سختو تحفظاتو څرګندونه كولو سر سره وئيلي چې د پاکستان دښمن د پاكستان دننه د امنيتي ځواكونو او وګړو په نښه كولو لپاره د افغانستان خاوره كاروي٬ د هېواد پراخه ګټو لپاره لازمي ده چې د مئی منصوبه جوړوؤنكي ، مجرمان ، او سهولت کار به انصاف سره مخ كولې شي،د قانون عمل داری په ځائې ساتلو، سپېځلې عدالتی او قانونی کارروائی نه غير به هېواد د دې ډول عناصرو د لاسه عمر له یرغمال وي۔ آئی اېس پی آر له مخې د پاك پوځ سرلښكر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ كښې 83م فارمېشن کمانډرز کنفرنس د زيارت په ورځ پينډۍ جی ایچ کیو كښې وشو۔ کنفرنس كښې کور کمانډرز، پرنسپل سټاف آفیسرز او د پاك پوځ فارمېشن کمانډرز ګډون وكړو۔ ګډون كوؤنكو د شهيدانو بخښنې لپاره فاتحه خوانی وكړه۔ فورم د هېواد حفاظت، سلامتیا او خپلواكۍ لپاره د وسله والو ځواكونو افسرانو او ځوانانو ، قانون نافذ کونكو ادارو او د پاکستان وګړو پشمول د شهيدانو لويو قربانیو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ فورم د جیو اسټریټجك وضعې ، قامی سلامتیا ته د پېښو چیلنجونو او ملټی ډومین خطرو مخنيوي لپاره د پاك پوځ تګلاري په اړه خبر كړے شو۔ ګډون كوؤنكو ته د پاك پوځ عصري جوړولو او فیلډ فارمیشنز لپاره د لاجسټك سپورټ ښه كولو له د نوې تکنیکی تخلیقات په اړه هم بریفنګ وركړے شو۔ فورم د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د نوې ضم شوې ضلعو د اولس د قربانیو اعتراف وكړو۔ فورم ترهه ګرو ته پرېكنده ماتې وركولو لپاره د نوې ضم شوې ضلعو د پرمختګ په اهميت هم زور راوړو۔ فورم په بلوچستان كښې د سماجی او اقتصادی پرمختګ په حاجت هم زور راوړو دغسې چې د بهرنۍ پروپېګنډه کوؤنكو مقابله وكړې شي۔ فورم ووئيل د پروپیګنډه کوؤنكو مرسته د غیر ملکی سپانسرډ پراکسیز د لارې كېږي دغسې چې د بلوچستان ځوانان امن او پرمختګ څخه لرې وساتلې شي۔ فورم په ختيزه پوله د روانې وضعې او په جمو و کشمیر كښې د بے ګناه وګړو د وژلو پېښو جاج واخست۔ فورم د ملګرو ملتونو د سلامتی کونسل قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق لپاره د کشمیریانو منصفانه هلو ځلو سره د بشپړه يووالي څرګندونه وكړه۔فورم په هند كښې د سیاسی مقصد ترلاسه كولو لپاره اقليتونو او په خاص توګه مسلمانو سره په روان غېر انساني سلوك د تشویش څرګندونه وكړه۔ فورم فلسطیني اولس سره د يووالي څرګندونه كولو سره په غزه كښې د بشري حقونو د سنګین خلاف ورزیو او جنګی جرمونو غندنه وكړه۔ فورم په غزه كښې د رفح آپرېشن او د نورو ټولو آپرېشنز مخنيوي لپاره د انصاف نړيوال عدالت د پريكړې حمایت وكړو۔ فورم تلپاتي اقتصادي پرمختګ ٬ د قومي ډېټا بېس حفاظت او د قاچاق ٬ ذخيره اندوزۍ ٬ د برېښنا غلا مخنيوي ٬ ون ډاكومنټ رجيم او په غېر قانوني توګه د پاتې كېدونكو بهرنيو وګړو عزت سره د بېرته لېږلو په شمول د ټولو غېر قانوني فعاليتونو مخنيوي لپاره د حكومتي اقداماتو ملاتړ كولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ سرلښكر د بيلو مشقونو په مهال د فارمیشنز د اعلیٰ او معیاری تربیې او د ترهه ګرۍ مخنيوي کارروائیو كښې د افسرانو او ځوانانو ښه کارکردګی وستائله۔آرمی چیف د فارمیشنز دنګه حوصله او هر وخت آپریشنل تیاريانې هم وستائلي۔ګډون كوؤنكو د حاضر سروس، ریټائرډ افسرانو او ځوانانو تربیې ، انتظامیې او ښېګړې لپاره په پوځي كچه په شويو اقدامات د بشپړه اطمینان څرګندونه وكړه۔ فورم د تکبیر ورځې په موقع د پاکستان د اړخه د ترلاسه شوي سنګ ميل او په سيمه د دې مستحکمې اغېزې وستائلې۔د کنفرنس اختتام دې عزم سره وشو چې د هېواد سلامتيا او استحکام ته پېښې خطرې به د وياړ وړ ملت بشپړه ملاتړ سره ناكامه كړې شي۔
د مئی منصوبه جوړؤنكي٬ مجرمان او سهولت کار به انصاف سره مخ كولې شي،د قانون عملداری په ځائې ساتلو، سپيځلې عدالتی او قانونی کارروائی نه غير به هيواد د دا ډول سازشي عناصرو د لاسه ټول عمري له یرغمال پاتے وي۔ فارميشن کمانډرز کنفرنس
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا