اسلام آباد 06 مارچ (اے پي پي)د پیټروليم وزيرمملكت ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي د روس څخه د تېلو اغستو لپاره معاملات به ډېر زر ترسره شي٬په ټرانسپورټېشن او شپمنټ خبره كېږي ځكه چې د هغوي پنګې لرې دي هلته څخه تر پاكستان د 20 نه 25 ورځې لګي٬د مارچ تر آخر به زمونږ لخوا ډېډ لائن ؤ٬ ډېر زر معاملات ته حتمي شكل وركړے شي٬د اپرېل نه به د روس څخه د تېلو اغستو وړومبے آرډر وركړے شي د دې نه پس به پاكستان ته ارزان تېل مېلاوېږي۔د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل د كورونو صارفينو لپاره د خوراك څيزونو جوړولو په وخت كښې د ګاز رسنه باوري كېږي چې پكښې د سهار 6بجو نه تر 9 ٬ ماسپښين د 12 نه تر 2 او ماښام د 6 نه تر 9 د ګاز لوډشېډنګ به نه كېږي۔وزيرمملكت ووئيل د هېواد قانون د مالدار٬غريب ټولو لپاره يو ډول پكار دے٬نواز شريف د خپل زوي څخه په تنخا نه اغستو اخوا كړے شوے او عمران خان ټولو ته وائي چې زه طاقتور يم په ما قوانين نه لګي۔مصدق ملك ووئيل عمران خان د مدينې رياست په ادعا كښې هم دوه مخيزتوب كوي٬هغه د نورو بچي زندان ډكولو لپاره راغب كوي او خپله د ګرفتارۍ څخه يرېږي۔ده ووئيل عمران خان د پوليس د يرې نه اېن آر او غواړي٬دا د عمران خان عادت دے وړومبې يروي او بيا معافي غواړي۔مصدق ملك ووئيل پي ټي آئي د پاكستان ديواليه كولو لپاره خط ليكلے د هغوي پاكستان سره نه د خپل اقتدار سره مينه ده۔ده ووئيل كه عمران خان چرې د هېواد مخ په وړاندې تللو لپاره خبره كوي نو ودې كړي او په خپله رويه دې نظرثاني وكړي٬ ده ووئېل عمران خان دې په هېواد كښې د جمهوريت لپاره خبره وكړي دغسې چې د خپل ځان او په هېواد كښې د غربت خاتمې لپاره زمونږ سره كېښني۔
د روس څخه د تېلو اغستو لپاره معاملات به ډېر زر ترسره شي۔وزير مملكت ډاكټر مصدق ملك
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات