اسلام آباد۔29 اپرېل(اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي وئيلي دي چې د اسټېبلشمنټ او عمران ترمينځه د ډيل په اړه هېڅ معلومات نه لرم٬ ای سی اېل کمېټۍ د رولز لاندې د ځنيو كسانو نامې ويستلې دي٬ دا د معمول كارروائي وي٬ په غېر قانوني توګه د جاري شويو تورو شيشو ټول پرمټونه منسوخ كوؤ٬ اسلام آباد ټرېفك پوليس به نن څخه د ګرد هېواد كومې ه?? برخې سره تعلق لرونكي ته اسلام آباد څخه د ډرائيونګ ل??ئس??س اجرا كوي٬ د وفاقي پلازمينې 70 كاله څخه د زيات عمر لرونكو وګړو ل??ئس??س به د هغوي په كور جوړولے شي٬ د پاسپورټ په اجرا كښې د تاخير ځينې سببونه دي٬ د پاسپورټ اتھارټي د جوړولو حامي يم٬ داخله وزارت به زر تر زره په دې اړه قانون سازۍ لپاره د ډرافټ په اړه وفاقي كابينه خبر كري۔ ده د ګل په ورځ په اېف نائن پارك كښې د اسلام آباد ټرېفک پولیس لخوا د موبائل ل??ئس??س و لرننګ وینز ، ټرېفک پولیس ایجوکیشن سروس اجرا په موقعه خبريالانو سره خبرې كولې۔ داخله وزير د ټرېفك پوليس لخوا د پېل كړې شوي دواړو سروسز پرانسته وكړه او د موبائل وېن معائنه يۍ هم وكړه۔ آئی جی اسلام آباد په دې موقعه وفاقي وزير ته بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير ووئيل ?? اسلام آباد وګړو ته ټولې ممكنه آسانۍ وركول زما تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل مونږ د كالجونو او پوهنتونونو زده كوؤنكو ته د هغوي په تعليمي ادارو كښې د لرنر ل??ئس??س اجرا كولو او د تجديد آسانۍ وركولو سروس په باقاعده توګه پېل كوؤ دغسې چې د هغوي وخت بچ كړے شي۔ ده ووئيل ??سلام آباد منشیات او تجاوزات څخه پاك ښار جوړولو له كار پېل كړے شوے دے۔ ده ووئيل ?? پوليس شهيدانو د كورنيو او د پوليس خېر ښېګړه هم زما په ترجيحات كښې شامل ده۔ ده ووئيل نن سهار ما په لاهور كښ د پاسپورټ آفس دوره وكړه چرته چې وګړو د شكايتونو انبار لګولې وو۔ په دې مې د پاسپورټ آفس ټوله ډله بدله كړه۔ ده ووئيل ?? پوليس محكمه جوائن كوؤنكو ته دې دا معلومه شي چې دا 24 ساعته نوكري ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ?? اسلام آباد په ټولو كمرشل سيمه كښی به د پاركنګ آساني باوري ??ولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ?? عمران خان او اسټېبلشمنټ ترمينځه د ډيل په اړه هېڅ معلومات نه لرم۔ څوكه چې دا وائي چې د پاك پوځ سرلښكر سره خبره كول دي هغوي څخه دې تفصيلات معلوم كړې شي۔ د اي سي اېل كمېټۍ په سفارش چې كومې نامې ويستلې شوي دي هغه د معمول كارروائي ده ٬ دا دې كوم څيز سره ونه تړلې شي۔ ده ووئيل ??سلام آباد ټرېفك پوليس ته هدايت شوے چې هغه نن څخه اسلام آباد كښی موجود د هېواد د كومې ه?? سيمې وګړي ته ل??ئس??س جاري ??ړي۔ څوك دې د مسقلې يا عارضي پتې په بنياد اسلام آباد څخه بهر ونه لېږلې شي۔
د اسټيبلشمنټ او عمران خان ترمينځه د ډيل په اړه معلومات نه لرم٬ د تورو شيشو پرمټ منسوخ كوؤ٬ محسن نقوي
Flirting Scholar Entertainment official link
مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania