بیجنګ ۔6 جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره د چائنا انټرنېشنل ډوېلپمنټ کوآپرېشن ایجنسۍ (سی آئی ډی سی اے) چیئرمېن لو ژاؤ هوئی ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د چين پاكستا?? په ځانګړې او تلپاتې ملګرتيا ٬ ګډ پرمختګ او ستراتيجيكي باور او د شريكې ګتې روانې عملي همكارۍ ته د لا ودې په وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ په دې مهال سي آئي ډي سي اے په پاكستان كښی په خصوصي اقتصادي زونز او د روغتيا په څانګه كښې سرمايه كارۍ له خوښي ښكاره كړه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ څخه د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د چائنا سي آئي ډي سي اے چیئرمېن لو ژاؤ هوئی د زيارت په ورځ په بيجنګ كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې وزیراعظم د سي پېك منصوبو او د پاکستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د سي آئي ډي سي اے د ملاتړ ستائنه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل لو ژاؤ هوئی تاسو په پاكستان كښې د سفير په حېث خپلې ذمه وارۍ په غوره ډلې ترسره كړې۔ ده ووئيل تاسو نه يواځې په پاكستان كښې د چين سفير بلكې په پاكستان كښې د پاكستان غوره ملګرے هم وے او دا جذبه اوس هم قائمه ده۔ په ملاقات كښې وزيراعظم او د سي آئي ډي سي اے چيئرمېن د چين پاكستا?? په ځانګړې او تلپاتې ملګرتيا ٬ ګډ پرمختګ او ستراتيجيكي باور او د شريكې ګتې روانې عملي همكارۍ ته د لا ودې په وركولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ سي پېك د پاکستان او چین ترمينځه د ملګرتيا مضبوط علامت ګرځولو سره دوئي ووئيل د سي پېك لاندې په اقتصادي پرمختګ د شريك وركنګ ګروپ مثبت نتيجې رامخې ته شوي۔ دوئي دا باور هم څرګند كړو چې د دواړو اړخونو د اولس ژوند او معاش ښه كولو له به د سی پېک فیز II كښې د مرستې دا رفتار برقرار ساتلے شي۔ وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو حكومتونه او اولس د قدرتي آفتونو او ستونزو په وخت تل يو بل سره ولاړ پاتې شوي۔ ده د کووډ ۔ 19 نړ??والې وبا ٬ د 2022 سېلاب څخه د ځپلے شوو سيمو بيا ودانۍ عمل او د پوليو وېكسين رسولو كښې د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو او په خاص توګه د پاكستا?? په مرسته كولو كښې د كردار په ترسره كولو د سي آئي ډي سي اے د مهم كردار ستائنه وكړه۔ د سی آئی ډی سی اے چيئرمې?? په بېلو څانګو كښې د چین پاکستان همكاري لا قوي كولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ ده د بنيادي اډانې په پرمختګ ٬ د موسمياتي بدلو?? په غبرګون او د بشري و??ائ??و د پرمختګ په شمول د بی آر آئی او د جی ډی آئی لاندې په روانو منصوبو كښې د دوه اړخيزه همكارۍ لا زياتولو په حاجت زور راوړو۔ په ملاقات كښې نائب وزیراعظم او خارجه اسحاق ډار ، وزیر دفاع خواجه آصف ، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ، د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزیب، د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک ، د اطلاعات وفاقي وزير عطا تارړ ، د نجكارۍ وفاقي وزير عبد العلیم خان او د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمی هم موجود وو
وزیراعظم سره د چائنا انټرنېشنل ډوېلپمنټ کوآپريشن ایجنسۍ چیئرمین ملاقات، خاص اقتصادی زونز، د صحت په څانګه كښې سرمايه كارۍ له د خوښۍ څرګندونه
Lucky Dragon Honest Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2