لاهور 09 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګل په ورځ په قصور كښې د لكي مروت ترهه ګر بريد كښې د شهيد شوي ك??پټن محمد فراز الياس په جنازه كښې ګډون وكړو۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د کیپټن محمد فراز الیاس جنازې له اوږه وركړه۔د جناې په مونځ كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر عطا اللہ تارړ،د پنجاب پوليس انسپکټر جنرل پشمول اعلی سول او پوځي افسرانو او ځوانانو هم ګډون كولو۔وزیراعظم دې نه پس د کیپټن فراز الیاس شه??د کورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔وزیراعظم محمد شهباز شریف د شهيد كلے د ماډل ویلج جوړولو اعلان كولو سره دغه كلے د شهيد فراز الیاس په نامه سره د منسوب کولو احکامات هم جاري كړل۔وزیراعظم شهباز شریف ووئيل قام په خپلو مېړنو ځوانانو وياړ لري،ترهه ګر به چرې هم پخپلو ناوړه عزائمو كښې بريالې نه شي۔وزیراعظم ووئيل لوئي څښتن هر يو له دا ډول عظیم مقام نه وركوي ،قرآن مجید كښې فرمان دے چې شهيد ته مړ مه وائې هغوي ژوندې دي،شه??د کیپټن فراز الیاس به د خپلې كورنۍ د مغفرت سبب وګرځي۔ده ووئيل د پاك پوځ بلها ځوانانو د خپلو ځا??ونو قربانۍ وركړي،زه باور دركوم چې د شهيد عظیمه قرباني به بے ځا??ه نه ځي،د شهید وينه به ضرور رنګ راوړي۔محمد شهباز شریف ووئيل د هېواد په خاطر د خپلو ځا??ونو قرباني وركوونكې به چرې هم هير نه كړے شي،د هېواد ??خه د ترهه ګرۍ تر ختمولو به جنګ روان وي۔ د دې نه پس د لکی مروت په بريد كښې شهيد شوے کیپټن محمد فراز الیاس د پوځي اعزاز سره خاور ته وسپارلے شو۔ وزیراعظم د شهيد په قبر حاضري وكړه او د فاتحه خوانۍ سره ئې د هغه په قبر ګلونه كې??ودل او د هغه د لوړو درجو لپاره ئې دعا اوكړه۔د قصور کلي رائے کلاں څخه تعلق لرونكے 26 كلن شه??د کیپټن محمد فراز الیاس لکی مروت سره نزدې د فرائض ترسره كولو په مهال آئي اي ډي بريد كښې د په مړانه جنګېدو په مهال شهيد شوے ۔
وزيراعظم محمد شهباز شريف د كيپټن فراز الياس شهيد په جنازه كښې ګډون وكړو ٬د شهيد كلے د ماډل ويلج جوړولو اعلان
Fortune Dragon Reliable Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ