اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان وئيلي دي په ټوله نړۍ كښې وچكالي او ډزرټيفكېشن يوه مهمه مسئله ده، پاكستان وچكالې سره د مخ كېدونكو 23 هېوادونو په فهرست كښې شامل دے، تر كال 2025م وچكالي د نړۍ په څلورو كښې درې برخې آبادي ځپلې شي، دا پاكستان د قحط سالې څخه د بچ كولو وخت دے او دې لپاره به مونږ له كار كول وي. وفاقي وزيرې دا خبرې د ډزرټيفكېشن او قحط سالې د مخ نيوي نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړې. هغې ووئيل تر كال 2025م وچكالي د نړۍ په څلورو كښې درې برخې آبادي متاثره كولې شي، پاكستان به هم دې مسئلې سره مخ شي. هغې ووئيل صحرازدګي يو نړيوال بحران دے كوم چې د ماحولياتي بدلون او انساني چارو په وجه راپېدا كېږي. وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان ووئيل وچكالي كوم نوے رجحان نه دے د كوم نه چې مونږ واقف نه يو بلكې دا تل د فطرت او انساني تجربې برخه پاتې شوې، دا په لويه پېمانه د ځنګلو وهلو، د تودوخې په درجه كښې زياتوالي او په نورو ماحولياتي بدلونونو كښې د ځانګړي بدلون په سبب د اثراتو د تندۍ څخه رامخې ته شوې مسئله ده. هغې ووئيل په پاكستان كښې د ګرمې چپې ، په بارانونو كښې تاخير او د اوبو ناقص تقسيم په وجه مونږ په ټول هېواد كښې د اوبو بحران او وچكالۍ وينو. د سندھ او سوئيلي پنجاب هغه سيمې چرته چې د وړاندې نه اوبه كمې وې، زياتېدونكې ګرمې او د اوبو كمي له امله ئې ځائي خلق او څاروي سخت ځپلي شوي كوم چې ډېر لوي چېلنج دے. هغې ووئيل كه مونږ اقدامات ونه كړل نو پاكستان به تر كال 2025م د اوبو كمي سره مخ شي، مونږ ته د اوس نه د اقدامات كولو ضرورت دے.
پاكستان د قحط سالې څخه بچ كولو لپاره به مونږ له په ګډه كار كول وي. د وفاقي وزيرې شېري رحمان د قحط سالې مخ نيوي نړيوالې ورځ په موقع پېغام
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ