اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د پارلماني چاور وزير مملکت علي محمد خان وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان د روسيه دوره د اقتصادي اړيكو مضبوطيا او د سرمايه كارۍ نوې لارې پرانستلو لپاره مهمه ده۔ د شورو په ورځ د راډيو پاكستان کرنټ افيئر پروګرام كښې د خبرو په مهال ده ووئيل پاکستان يو مهم٬ سيمه ايز او د نړيوال هېواد په توګه رامخې ته كېږي او نړيوالو قواؤ سره د برابرۍ په بنياد اړيكې جوړوي۔ علي محمد خان ووئيل روسيه په ماضي كښې هم يو لوي طاقت ٶ او اوس هم دے ، په نړيوال سياست كښې روسيه يو مهم هېواد دے۔ ده ووئيل د چين او روسيه غوندې هېوادونه پاكستان سره اقتصادي مرستې ته وده وركوي چې ورسره به نه يوازې معاشي پرمختګ وده ومومي بلكې په نړيواله كچه به د پاكستان اهميت هم زيات شي۔ وزير مملکت په واضحه توګه ووئيل پاكستان عمر له ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړي، د پاکستان يو هېواد سره د اړيكو په سبب به نورو قواؤ سره په اړيكو هېڅ اثر نه پرېوزي ځكه چې اسلام آباد كوم سفارتي كمپائن نه چلوي۔
د وزيراعظم عمران خان د روسيه دوره د اقتصادي اړيكو مضبوطيا او د سرمايه كارۍ نوې لارې پرانستلو لپاره مهمه ده۔ علي محمد خان
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی