اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي په نړۍ كښې د ګرانۍ پخوانے ټول رېكارډ مات شوے٬ حكومت هڅه كوي چې په نړيواله كچه د ګرانۍ چپې اثر په اولس لږ نه لږ وي٬په پنجاب كښې د ذخيره كوونكو او مافياز په ضد كاروائي روانه ده٬د سندھ حكومت اولس د مافياز په رحم او كرم پرېښودے دے٬په تېر وخت كښې مريم صفدر خپلې ناكړدې پټولو لپاره مېډيا سېل كنټرول كولو٬زمونږ په حكومت كښې مېډيا خپلواكه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه وزير مملكت د ځوانانو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار سره مېډيا ته كړې۔فرخ حبيب ووئيل د سندھ حكومت د مافياز په مرسته د اولس استحصال كوي٬په پنجاب كښې د وړو تروړه په 1100 او په سندھ كښې په 1500 روپۍ خرڅېږي۔وزير مملكت ووئيل د سندھ حكومت اولس د مافياز په رحم او كرم پرېښودے۔ده ووئيل په سندھ كښې د يوريا سرې ذخيره اندوزي كېږي٬د اربونو روپو غنم غلا شوي او د سندھ حكومت معامله په مږو وراړولې ۔فرخ حبيب ووئيل په تېر وخت كښې مريم صفدر خپلې ناكړدې پټولو لپاره مېډيا سېل كنټرول كولو٬زمونږ په حكومت كښې مېډيا آزاده ده۔ده ووئيل مېډيا په مونږ هم تنقيد كوي خو كله مو اشتهارات نه دي بند كړي۔ده ووئيل په سندھ كښې ټول پرمختيائي كارونه د وفاق لخوا كېږي٬وزيراعظم عمران خان د سندھ اولس معاشي پرمختګ لپاره هر ممكن اقدام كوي۔ده ووئيل په تېر وخت كښې كروندګرو ته تر څو مياشتو د ګنو پيسې نه ترلاسه كېدې اوس په 15 ورځو كښې ادائيګي كېږي۔د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال په دې موقع په خپلو خبرو كښې د كامياب جوان پروګرام په بېلو منصوبو رڼا اچوله او وې وئېل د كامياب جوان پروګرام له مخې د 50 زره څخه زياتو ځوانانو ته قرض وركړے شوے۔عثمان ډار ووئيل د قرض په وركولو كښې سپيځلتيا باوري كړی شوې۔
حكومت هڅه كوي چې په نړيواله كچه د ګرانۍ چپې اثر په اولس د لږ نه لږ وي٬په پنجاب كښې د ذخيره كوونكو او مافياز په ضد كاروائي روانه ده٬د سندھ حكومت اولس د مافياز په رحم او كرم پرېښودے۔د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس