اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم د ځوانانو چارو په اړه خاص مرستيال عثمان ډار وئېلي دي ټول سياسي ګوندونه د قامي سلامتيا په مسئله يو دي٬په قامي سلامتيا به كومه سمجهوته ونه كړې شي٬ټولو له په داسې قامي مسئله د سياست څخه ډډه كول پكار ده۔د ګل په ورځ د نجي ټي وي چينل پروګرام كښې ده ووئيل وزيراعظم عمران خان تل د قامي سلامتيا په مسئله د لارښود كردار تر سره كړے ٬نړيواله ورورولي هم د وزيراعظم عمران خان د ديانتدارۍ څخه خبر ده او د هغه په ضد د كرپشن يو هم كيس نشته۔عثمان ډار ووئيل پاكستان مسلم ليګ(ن) د خپل بدعنوانه مشر په دفاع كښې كولو كښې بوخت دے كوم چې د عدالتونو څخه د بدعنوانۍ په كسيونو كښې سزا شوے۔ده ووئيل نواز شريف د علاج په بهانه لندنه ته تللے خو تر نن زرځې هغه هلته د علاج لپاره په كوم روغتون كښې داخل شوے نه دے۔
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا