واشنګټن۔16جنوری(اے پی پی) په امريكا كښې پاكستاني سفير مسعود خان ته په سفارت كارۍ او نړيوالو خذماتو ډاکټر مارټن لوتھر کنګ جونیئر لېګیسی ايوارډ وركړے شوے۔ دا ايوارډ د 50 په لسيزه د امرېکن بېپټسټ منسټر ، د وګړو د حقونو لارښود او كاركن ډاکټر مارټن لوتھر کنګ جونیئر نامې ته منسوب دے كوم چې تېره ورځ پاكستاني سفير ته د انسټی ټیوټ فار دی اېډوانسمنټ آف ملټی کلچرل اېنډ مینارټی میډیسن(آئی اے اېم اېم اېم ) ترسېوري لاندې د ښاغلي ډاکټر مارټن لوتھر تکنګ جونیئر ژوند او ميراث ته د 31م نړيوال سليوټ په موقع وركړے شو۔ د پاكستان سفارت له مخې د ايوارډ دستوره په ویلارډ انټر کانټی نېنټل واشنګټن ډی سی هوټل كښې وكړې شوه په كومه كښې چې د امريكائي كانګرېس غړو ٬ سفارتكارو ٬ كميونټي ليډرز او د امريكا د زده كړو پوهانو پشمول 150 څخه زياتو كسانو ګډون وكړو۔ دا ايوارډ هر كال د جنورۍ په 15 نېټه د ډاکټر مارټن لوتھر کنګ جونیئر سالګرې په موقع د هغه په درناوي كښې شخصيات ته وركولې شي۔ پاکستانې سفیر مسعود خان د مارټن لوتھر کنګ انټرنېشنل سلېوټ اعزازی چیئرمېن هم نومولے شوے ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې مسعود خان د انسټی ټیوټ فار دی اېډوانسمنټ آف ملټی کلچرل اېنډ مائینارټی میډیسن(آئی اے اېم اېم اېم )مننه كولو سره ووئيل مال لپاره نوموړي شخصيت ډاکټرمارټن لوتھر کنګ او د هغه مشن سره تعلق د وياړ وړ خبره ده۔ ده ووئيل ماته راكړے شوے اعزاز په حقيقت كښی د پاكستان او د پاكستاني اولس اعزاز دے۔ دې نه وړاندې د پاكستان سفير مسعود خان په خپل خطاب كښې ستر امريكائې لارښود ته په غوره ټكو د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل نړيوالو لارښودو ٬ قانون جوړؤنكو او د بشري حقونو كاركنانو او محافظينو لپاره د ډاكټر كنګ وژن پرله پسې د لارښوونې مردار لوبولے دے۔ ده ووئيل د نورو هېوادونو په څير پاكستان لپاره هم ډاكټر كنګ د وګړو آزادۍ ته وده وركولو په لړ كښې د ګډې ذمه وارۍ ترسره كولو له يو رول ماډل دے۔ ده ووئيل ډاکټر مارټن لوتھر کنګ په كال 1963كښې اعلان كړے ؤ چې د ټولو خلقو كره كتنه دې د رنګ نه بلكې د هغوي د كردار د لارې وكړې شي۔ په دې اعلان كښې هغه هم هغه خبره كړې كومه چې زمونږ ګران رسول حضرت محمد (ص) 15 سوه كاله وړاندې كړې وه۔ ده د دې حديث حواله وركړه چې په كوم كښې نبي كريم (ص) فرمائيلي “كوم سپين په تور يا تور په سپين فوقيت نه لري كه لري نو د تقوي او نېكو عملونو په بنياد “۔ پاکستانی سفیر ووئيل د ستر امريكائي لارښود ډاكټر مارټن لوتھر كنګ وژن له مخې به مونږ له نړۍ څخه د بې وزلۍ ختمولو او ماحولياتي انصاف باوري كولو له په ګده كار كول وي او دې سره سره به مونږ له هغې بې وزله سيمې پرله پسې ياد ساتل وي كومې چې زمونږ لخوا پام او مرستې ته سترګې په لاره دي
په امريكا كښې پاكستاني سفير مسعود خان ته ډاکټر مارټن لوتھر کنګ جونیئر لېګیسی ايوارډ وركړے شو
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے