لاهور۔26دسمبر (اے پی پی):سمال اېنډ میډیم انټرپرائزز ډوېلپمنټ اتھارټی(سمیډا) په اېس اېم ايز د اوسني سېلاب اغېز سره اړوند ابتدائي رپورټ جاري كړې دې۔ د سمیډا سی ای او هاشم رضا د ګل په ورځ د رپورټ اجراﺀ دستورې ته خطاب كښې ووئيل د سېلاب د لاسه په ګرد هېواد كښې 197,658 اقتصادی ادارې ځپلې شوي دي د كومو د زيان تخمينه چې 5.3 بلین امریکائي ډالره ده۔ د سېلاب د لاسه 33 ملینه څخه زيات كسان يعني د هېواد د آبادۍ 14 فيصده برخه سخته ځپلې شوې ده۔ سېلاب د هېواد په 160 ضلعو كښې 90 ځپلې دي كومې چې آفت ځپلې ګرځولې شوي دي۔ هاشم رضا ووئيل په دې تحقيق كښې د 2022 د سېلاب د اثراتو په پراخا كچه تجزيه شوې ده چې مقصد يۍ په صوبائي او ضلعي كچو په اېس اېم ايز د سېلاب د اغېز جاج اخستل دي۔ د زيان تخمينه لګولو لپاره په 71 ضلعو كښې د كاروباري اداو جاج واخستې شو۔ د سميډا سي اي او ووئيل چې 25 فیصد کاروباری ادارې په سېلاب كښې په بشپړه توګه لمينځه تلې دي۔ د پرانستې دستورې ته د کوئټه، دادو، ډی جی خان او سوات چېمبرز آف کامرس اېنډ انډسټری مشرانو د انټرنېټ دلارې خطاب وكړو۔
سميډا په اېس اېم ايز د اوسني سېلاب اغېز سره اړوند ابتدائي رپورټ جاري كړو
مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ