اسلام آباد 17جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قريشي د تركيې خپل همڅنګ ميولوت چاوش اوغلو په بلنه انطاليه سفارتي فورم كښې ګډون لپ??ره د زيارت په ورځ تركيې ته رسيدلې۔ د انطاليه په هوائي ميدان د انطاليه ډپټي ګورنر جنګيز جان ترك ، تركيه كښې د پاكستان سفير سائيرس قا??ي او د تركيې خارجه وزارت اعلی چارواكو د خارجه وزير هركلے وكړو۔ خارجه وزير “انطاليه سفارتي فورم” كښې د پاكستان نمائندګي كول?? سره به په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د پاكستان نكته نظر وړاندې كوي۔خارجه وزير بهه انطاليه فورم كښې ګډون لپ??ره د راغلو د بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو او مهمو شخصيات?? سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔انطاليه سفارتي فورم ” د تخليقي سفارت كارۍ، عهد نو، او نوي طرزِ فكر” په سرخط كيږي۔خارجه وزير به د ځائي او نړيوالې ميډيا نمائندګان?? سره خبرې اترې كوي او د سيمي صورتحال،مهمو سيمه ايزو او نړيوال سرخطونو په اړه د پاكستان نكته نظر وړاندي كوي