کراچۍ 31 اکتوبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمنې ډاکټر ثمينه عارف علوي وئيلي دي چې پاکستان كښې د برېسټ كېنسر د لاسه د مرګونو لويې سبب د شعور كمې دې۔ په کراچۍ جمخانه كښې د مېمن پروفيشنل فورم تر سېوري لاندې د برېسټ کېنسر پحقله د شعور بېدارولو سېمينار ته د خاص مېلمنې په توګه خپله وېنا كښې ثمينه علوي په دې خبره زور رواړو چې په اولس كښې د شعور بېدارولو كمپائن يوازې تر اكتوبر محدود ساتل پكار نه دې۔ دې ووئيل د دې كمپائن د پېل نه پس ډاكټرانو ووئيل چې په درېم يا څلورم پړاٶ كښې د تشخيص كېسونو كښې تر څه حده كمې شوې دې۔ ثمينه علوي ووئيل دلته د كېنسر له امله 50 فيصده مرګونه د تشخيص د تاخير په سبب كېږي او په لويديز كښې د صحت مند كېدو تناسب 98 فيصده دے۔ دې ووئيل دا ښه خبره ده چې د كمپائن پېل نه پس د ې رنځ معيوب ګڼلو تاثر كښې كمې راغلے دے او اوس په يو شمېر فورمز په دې په جار خبرې كېږي۔ وړومبۍ مېرمېن ثمينه علوي ووئيل د شعور بېدارولو په كمپائن كښې د ډاكټرانو او سول سوسائټۍ نه علاوه برېسټ كېنسر څخه د بچ شويو كسانو ګډون د ډاډ وړ ده۔۔ په دې موقع نورو ګډون كوٶنكوهم وېنا وكړه۔ په دې موقع د مېمن پروفيشنل فورم لخوا وړومبۍ مېرمېن ته يادګاري شيلډ وركړے شو
پاکستان كښې د برېسټ كېنسر دلاسه د مرګونو لويې سبب د شعور كمې دې۔ بېګم ثمينه علوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں