اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد نامتو عالم دين مفتي تقي عثماني سره ټېلي فوني تماس نيولې او د ھغه خېريت ئې معلوم كړې۔ د زيارت په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير مفتي تقي عثماني سره د ټېلي فوني تماس د لارې په مبينه توګه د چاقو بريد پحقله تپوس وكړو او د ھغه خېريت ئې معلوم كړو۔ وفاقي وزير ووئيل چې په بريد زه ډېر تشويش لرم. د يادونې وړ ده چې مفتي تقي عثماني د اعليٰ كچې عالم او د دين اسلام شان دے۔ شېخ رشيد ووئيل د مفتي تقي عثماني اوږد ژوند لپاره لاس په دعا يو
مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔