اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د هېواد صنعتي بېس زياتول د حكومت په وړومبو ترجيحاتو كښې شومل دې ٬ د صنعتي پرمختګ نه غېر يو هېواد هم پرمختګ نشي كولې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خزانې وفاقي وزير شوکت فياض ترين او د صنعت او پېداوار وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار سره كړې چا چې ده سره د نهې په ورځ ملاقات كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال وزيرِاعظم ته په هېواد كښې د صنعتي څانګې پرمختګ لپاره په پورته كړې شوې اقداماتو او سباٶن په تګلاره تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم ووئيل حکومت صنعتي استعداد زياتولو او د سك يونټس بحالۍ لپاره اقدامات كوي٬ زمونږ حكومت هېواد كښې په وړومبي ځل كوچني او د مېنځنۍ درجې صنعت لپاره كوټلې پاليسي وړاندې كړې٬ د حکومت د کاروبار دوست پاليسو په سبب صنعتي څانګه پرمختګ كوي، صنعتونه د استعداد له مخې چلېدو په سبب روزګار زيات شوې۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې حکومت د کورونا وباء په مهال د کامياب معاشي او کاروبار دوست پاليسو په سبب صنعتونه روان ٶ چې په سبب ئې د روزګار موقعې پېدا شوې٬ پېداوار زياتېدو سره سره برامدات هم زيات شوي دي، حکومت د صنعتونو موجوده استعداد زياتولو او د سك يونټس بحالۍ لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي او په صنعتونو كښې د روايتي څانګو نه علاوه د نوې څانګو شموليت باوري كوي چې مقصد ئې درآمدي متبال او برآمدات زياتول دي۔ په ملاقات كښې ووئيل شول چې د وزيراعظم په پاکستان كښې د صنعتونو ودې وژن له مخې صنعت او پېداوار د هېواد په صنعتي پېداوار كښې اضافې لپاره صنعتونو لپاره سهولتونه وركول او د خنډانو مخنيوې باوري كوي۔ وزيراعظم په هېواد كښې صنعت بېس زياتولو لپاره اقدامات تند كولو٬ د اړوند حكومتي ادارو شريكه مرسته زياتولو او په دې لړ كښې د جامع پېكېج جوړولو امر وكړو
وزيراعظم عمران خان سره د خزانې وفاقي وزيرِ شوکت فياض ترين او د صنعت او پيداوار وفاقي وزيرِ مخدوم خسرو بختيار ملاقات
مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا