اسلام آباد۔23جون(اے پی پی)د پي آئي اے يوه خصوصي الوتكه د كورونا وېكسين 20 لكه خوراكونو سره اسلام آباد ته رارسېدلې۔ د پاكستان انټرنېشنل ايئر لائنز (پي آئي اے) وياند عبد الله خان لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پي آئي اے پرواز پي كے 6852 د چین ښار بيجنګ نه اسلام آباد ته رارسېدلے۔ هغه ووئيل 20 لكه خوراكونه په اسلام آباد ائيرپورټ د اېن ډي اېم اے چارواكو ته سپارلې شوي۔ دا خبره دې ښكاره وي د جون په 20 مه نېټه د اتوار په ورځ د حكومت په امر د پي آئي اے خصوصي پرواز پي كے 6852 د چین څخه نور 15 لکه 50 زره سائنو ویک وېکسین اسلام آباد ته رارسولي۔ پي آئي اے د دې ريليف آپرېشن لپاره بوئنګ 777الوتكې كاروي
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا