اسلام آباد 14جون (اے پي پي) پاكستان او روسې د دوه اړخيزه تجارت په حجم كښې اضافې لپاره د شريكې هڅو كولو او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو په مشاورت روان ته اتفاق كړے۔ د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ګل په ورځ د روسيې خپل هم څنګ سرګئې لاروف سره ټېليفوني تماس ونيولو۔ د خبرو اترو په مهال دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه اړيكو٬په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې اترې وكړې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل چې پاكستان روسيې سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي او وخت سره سره دوه اړخيزه اړيكو كښې پراختيا خوشبينه ده۔ خارجه وزير ووئيل چې پاكستان روس سره ګڼ شمېر څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ودې لپاره عزم لري۔ ده ووئيل چې د روسيې خارجه وزير اوسنۍ دورې سره به د پاكستان دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم شي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل چې د پاكستان سټريم ګيس پائپ لائن په پروژه د دواړو هېوادونو ترمينځه په ضمي لوظ نامه لاس ليك مثبت پېشرفت دے۔ ده ووئيل چې مونږ د توان په څانګه كښې د مرستې ودې لپاره د دې منصوبې د پيل په انتظار يو او مونږ د روسيې لخوا د پاكستان څخه د وريژو په امپورټ د لګول شوي بندېز د خاتمې هركلے كوو۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او روسيې ترمينځه دوه اړخيزه تجارت حجم كښې اضافې لپاره شريكې هڅې كارولو ته اتفاق كړې۔ خارجه وزير د كورونا وبا خپرېدو مخ نيوي لپاره د پاكستان په مرسته د روسيې خارجه وزير مننه كولو سره هغه ته د روسيې كورونا ويكسين”سپوتنك” د 5 ملين ډوز زر رسنې يادګيرنه وكړه
خارجه وزير شاه محمود قرېشي د روس خپل هم څنګ سرګئې لاروف سره ټېليفوني تماس ونيولو
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania