اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي د شورو په ورځ تهران كښې د پاكستان سفارتخانې دوره كړې. په اېران كښې د پاكستان سفير رحيم حيات قريشي او د سفارت چارواكو او عملې د خارجه وزير تود هركلے وكړو. خارجه وزير د سفارت د قونصلر څانګې پشمول د بېلا بېلو برخو څارنه كړې. د پاكستان سفير خارجه وزير ته د سفارت د كاركردګۍ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو او خارجه وزير په سفارت كښې په اسانيو د اطمينان څرګندونه كولو سره د افسرانو او عملې كاركردګي وستائله. خارجه وزير د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم قلمبند كړل
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha