ملګري ملتونه 27 ستمبر(اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودهي وئېلي دي هند د ډېرې مودې نه رياستي ترهه ګرۍ او د مشرۍ ارتكاب كوي۔د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د هندۍ خارجه وزيرې د خطاب په ځواب كښې د پاكستان مستقل استازي ووئيل جمو او كشمير كله هم د هند برخه نه وه او نه به شي۔دې ووئيل د هند خارجه وزيرې سشما سوراج بې بنسټھ ادعاګانې كړي٬د هند خارجه وزيرې عمومي اسمبلۍ ته خپله وېنا كښې د بلوچستان مسئله پورته كولو سره د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو ښكاره خلاف ورزي كړې ده ۔دې پاكستان په نړيواله ورورولۍ كښې د يوازې كولو هندۍ غوښتنه دروغ او بې بنسټه وګرځوله ٬ مليخه لودهي ووئيل مقبوضه كشمير او نورو سيمو كښې د جنګي جرمونو ارتكاب او د جنګ خوښۍ لرولو په بنياد هند پھ خپله نړۍ كښې يوازې كېږي۔ د پاكستان مستقل استازي ووئيل مونږ د هندۍ خارجه وزيرې د اړخه لګولې شوي ټول تورونه رد كوو٬دا تورنه مقبوضه كشمير كښې د 5 لكه څخه د زياتو هندي عسكرو په بې ګناه كشميريانو د ظلمونو كولو څخه د نړيوالې ورورولۍ پام اړولو يوه منصوبه ده۔ دې ووئېل د كشميريانو د آزادۍ غوښتنې په ځواب هند روايتي ظلم او تشدد كوي۔دې ووئيل پھ دې لږه موده كښې هند 100 څخه زيات كشميريان وژلي او دغسې ګڼ يې ړانده كړي كوم چې د رياستي ترهه ګرۍ ښكاره شكل او جنګي جرم دے۔ دې ووئېل مونږ د هند څخه غوښتنه كوو چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر تجويز اومني او مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو د پلټنو اجازه وركړي۔ دې ووئېل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل سره سره هند او پاكستان كشميريانو له د حق خود ارادايت وركولو لوظ كړې۔دې ووئيل د تېرو 70 كلونو راهسې هند د طاقت په زور پھ كشميريانو ظلم كوي۔دې ووئيل د حق خود اراديت لپاره د كشميريانو هلې ځلې جائز دي او د نړيوالې ورورولۍ د اړخه د دې هلو ځلو اخلاقي او سفارتي مرسته د كشميريانو حق دے۔ د پاكستان مستقل استازې د هند خارجه وزيرې دا ادعا هم دروغ وګرځوله چې هند د پاكستان سره خبرو اترو له هېڅ شرط نه وو ايخې ۔ دې ووئېل هند د پاكستان سره خبرې اترې يو كال وړاندې معطله كړي او د پاكستان د اړخه بيا بيا پھ وړاندېز او د نړيوالې ورورولۍ مشاورت سره د دغه خبرو اترو بحالولو څخه انكاري كوي۔دې ووئيل د كشمير مسئلې هوارے د ټولې سيمې پرمختګ او استحكام له ضروري دے۔پاكستان هند سره د ټولو مسئلو هواري له د خبرو اترو خوښي لري۔
جمو او كشمير كله هم د هند برخه نه وه او نه جوړېدې شي
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر