اسلام آباد۔7اپرېل(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د ځينې ميډيا پرسنز لخوا د بابائے قوم قائد اعظم په اړه په نامناسبه ټكو د افسوس څرګندونه كولو سره معامله استحقاق كمېټۍ ته سپارلې٬ د قومي اسمبلۍ غړو وېنا وه چې د سېنېټ د غړي په شمول چا ته هم د قائد اعظم په اړه د خبرې كولو بايد جراﺀت ونشي۔ كه عمران خان وي يا كوم بل څوك قائد اعظم سره يۍ بايد موازنه ونكړې شي۔ شېخ روحیل اصغر د اعتراض په نكته ووئيل چې د اوریا مقبول جان د حضرت قائداعظم په اړه ريماركس راته سخت خفګان رسولے په كوم كښې چې هغه وئيلي چې قائد اعظم هم دومره مقبول نه وو څومره چې عمران خان دے۔ ده ووئيل د حضرت قائد اعظم موازانه چا سره سمه نه ده۔ په دې سپيكر معامله استحقاق كمېټۍ ته وسپارله۔
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا