اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) د روغتيا قامي اداري وئيلي دي چې په هېواد كښې په نورو 3 كسانو كښې د كووېډ 19 تشخیص شوے دے او د 6 رنځورانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د خالي په ورځ د روغتيا قامي اداري د اړخه جاري شوي شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 2 زره 573 ټېسټونه شوي په كومو كښې چې د 3 كسانو ټېسټونه مثبت راغلي دي چې ورسره په هېواد كښې د كورونا وائرس شرح 0.12 فیصده پاتې شوې ده۔ د شمېرو له مخې دا مهال د كورونا وائرس په رنځورانو كښې د 6 حالت اندېښمن دے۔
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais